۰

کلنټن سناتور کین خپل مرستیال وټاکه

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۳
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د پاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلرې کلینټن خپل مرستیال اعلان کړ.
کلنټن سناتور کین خپل مرستیال وټاکه
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د پاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلرې کلینټن خپل مرستیال اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې میرمن کلینټن د جمعې په ماښام د ویرجینا ایالت سناتور ټیم کین د خپل مرستیال په توګه اعلان کړ.
کین تر سنا مخکي د ویرجینا د مرکز ریچمانډ ښاروال و او وروسته د ویرجینیا ایالت والي شو.
نوموړي په سنا کې د بهرنیو اړیکو او وسله والو خدماتو په جرګه ګیوو کې غړیتوب لري.
ټاکل شوې چې دډموکرات ګوند ملي کنوانسیون به د دوشنبې په ورځ د پنسلوانیا ایالت په فلاډیلفیا ښار کې پیل شي.
د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته به هیلري کلنټن په رسمي توګه د دغه ګوند کاندیده اعلان شي.
تر دې وړاندې د کلنټن سیال ډونالډ ټرامپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په ملي کنوانسیون کې د یاد ګوند له خوا د ولسمشرۍ له پاره رسمي نوماند شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین