۰

حصارک کې ۲۵ وسله وال وژل شوي

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
حصارک کې ۲۵ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته وړمه شپه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په نښته کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې د وسله والو یو شمېر وسلې او د وژل شویو کسانو جسدونه هم پاتې شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره په دې نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
خو وسله وال طالبان وایي، دوی په حصارک کې له پولیسو یوه امنیتي پوسته نیولې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پنشنبې په شپه هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۵۰ داعش او طالب وسله وال وژل شوي او ۱۸ داعش وسله وال ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین