۰

له عراق سره د ۲.۱میلیارد ډالرو مرسته کېږي

پنجشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۹
په واشنګټن کې د عراق په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې له دغه هېواد سره د ۲.۱ میلیادر ډالرو مرستې ژمنه وشوه.
له عراق سره د ۲.۱میلیارد ډالرو مرسته کېږي
په واشنګټن کې د عراق په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې له دغه هېواد سره د ۲.۱ میلیادر ډالرو مرستې ژمنه وشوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کنفرانس تېره ورځ واشنګټن کې جوړ شوی و، چې په کې د ۲۴ هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او یو شمېر نورو مرستندویه نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه رپوټونه چې په عراق کې د جګړې له امله د بې کوره شوېو خلکو د ژوند په اړه خپریږي، له دې هېواد سره د نړیوالو د بېړنیو بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په دغه کنفرانس کې وویل، چې د داعش ډلې سره مبارزه له پایته رسېدو لرې ده او د عراق حکومت په دې برخه کې د بري لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
جان کري ټینګار وکړ چې د عراق حکومت د داعش پر ضد د مبارزې د بري لپاره اضافي مرستو ته اړتیا لري چې د جګړې له امله اغېزمنو خلکو ته یې ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري زیاته کړه، چې راغونډې شوې مرستې به له عراق سره د نړیوالو له نورو عادي مرستو بېلې وي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۱۰ میلیونه عراقیان ډېرو ابتدايي بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین