۰

ننګرهار کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

پنجشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه نښته تېره شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړی وايي، وسله والو غوښتل په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له برید سره مخامخ او نښته رامنځ ته شوه.
دی زیاتوي، چې په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپیان او د هغوی یو هاوان له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند په خبره په جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۳۵ داعش او ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۸ داعش وسله وال ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین