۰

وسله والو په غزني کې یوه مخابراتي ستنه سوځولې

پنجشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۴
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د یوه مخابراتي شرکت یوې ستنې ته اور ورته کړی او سوځولې یې ده.
وسله والو په غزني کې یوه مخابراتي ستنه سوځولې
امنیتي چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د غزني ولایت مرکز ته څېرمه د یوه مخابراتي شرکت یوې ستنې ته اور ورته کړی او سوځولې یې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل ویلي طالبانو د غزني ښار ته نېږدې د قلعه قدم سیمه کې دغه ستنه سوځولې او په مکمل ډول له کاره لوېدلې ده.
د امرخېل په خبره وسله والو د یادې ستنې دوه تنه ساتونکي هم له ځان سره بېولي، چې تر اوسه یې په اړه معلومات نشته دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د غزني په ګډون د هېواد نېږدې په هر ولایت کې ورته پېښې رامنځ ته شوې او یا هم مخابراتي سیستم د وسله والو له لوري بند شوی دی.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین