>> جمهور - دفاع وزارت وایي د وسله والو پر ضد به ننګرهار کې سخت عملیات پیل کړي
 
۰

دفاع وزارت وایي د وسله والو پر ضد به ننګرهار کې سخت عملیات پیل کړي

پنجشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان د ملي دفاع وزیر وایي د ولسمشر د وروستي امر سره سم به په ننګرهار ولایت کې د وسله والو پر وړاندې په ټول ځواک عملیات پیل کړي.
دفاع وزارت وایي د وسله والو پر ضد به ننګرهار کې سخت عملیات پیل کړي
د افغانستان د ملي دفاع وزیر وایي د ولسمشر د وروستي امر سره سم به په ننګرهار ولایت کې د وسله والو پر وړاندې په ټول ځواک عملیات پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي دغه څرګندونې تېره ورځ په ننګرهار کې له چارواکو سره د لیدنې پر مهال کړې.
د ملي دفاع وزیر د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره ولیدل او دغه راز یې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ټولو برخو جاج واخیست.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د دفاع وزیر د سفر موخه د دغه ولایت چارواکو او ولسونو ته د عملیاتو د ژر پیل کیدو ډاډ ورکول دي.
د خوږیاڼي په خبره دفاع وزیر وویل چې د ولسمشر د وروستي امر پر اساس یې بشپړ چمتوالی نیولی او ډیر ژر به په ټول ځواک سره په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو په موخه عملیات پيل کړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل چې په دې سفر کې له ملي دفاع وزیر سره مل و، وویل، چې د و لسمشر په لارښوونه یې ننګرهار ته د سفر موخه د عملیاتو وروسته په ټولو برخو کې د امنیت تامین او د دایمي ثبات رامنځته کول دي.
هغه ویلي، د دې چارې د بریالیتوب په موخه یې د ولسونو، مخورو، د ولسونو استازو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر نورو سره خبرې اترې پیل کړي، ترڅو په ولسي ځواک سره خپلې سیمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې وساتو.
په ورته وخت کې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي تمه وښوده، چې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې به په بشپړ ډول د مخالفینو لمن له ننګرهار څخه ټول او دغه ولایت ته به یو ځل بیا د سولې اوامن کور نوم ورکړل شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین