۰

ننګرهار کې ۵۰ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي

پنجشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۹
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۶۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۵۰ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۶۸ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیانی زیاتوي، چې دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه افغان ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مامند درې په بانډ خوړ، ګردي سر او یو شمېر نورو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ داعش وسله وال و وژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.
خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش یو عراده موټر، وسلې او ګڼ اندازه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې دی وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پر وسله والو طالبانو برید کړی او ۱۵ تنه یې ترې وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند په خبره په دغه برید کې د طالبانو یو میل هاوان او یو میل دهشکه هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه طالب او داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د کوټ ولسوالۍ د الیاس بابا په سیمه کې هم د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د بهرنیانو په ګډون ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د وسله والو پر وړاندې عملیات ګړندي شوي او تازه دفاع وزارت ويلي، چې د ولسمشر له امر سره سم به په ختیځ زون کې د داعش او طالبانو پر وړاندې سخت عملیات پیل کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین