۰

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده ۶ میاشتې وغځول شوه

چهارشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هغه تړون لاسلیک شو چې له مخې یې دغو کډوالو ته د اوسېدو شپږ میاشتې نور وخت ورکړل شوی دی.
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده ۶ میاشتې وغځول شوه
په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هغه تړون لاسلیک شو چې له مخې یې دغو کډوالو ته د اوسېدو شپږ میاشتې نور وخت ورکړل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه اقدام یوازې د هغه کسانو له پاره دی، چې قانوني اسناد ولري.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د چنګاښ نن په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه.
سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو تر څنګ په دغو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسوولينو هم برخه اخيستې وه.
خبرپاڼه وايي، د قانوني اسنادو درلودونکي کډوال شپږ میاشتې نور هم هلته اوسېدلی شي.
پاکستان همدارنګه ویلي چې هغه کډوالو په ستنولو کې به له اړوندو ادارو سره مرسته وکړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر اندريکا راتاوي ويلي چې ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو زياتېدو سره د هغوى د ستنېدلو لړۍ چټکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو باندې کړۍ تنګه شوې او پاکستاني پولیس هڅه کوي، ټول هغه افغان کډوال وباسي، چې قانوني اسناد نه لري.
پاکستاني پولیسو په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو کورنه او دوکانونه نړلي او دغه راز یې زرګونه کسان هم نیولي او له تورخم دېخواه یې راوړولي.
باید وویل شي، چې د همدې ستونزې د حل په موخه د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په مشرۍ افغان پلاوی هم دا مهال اسلام آباد کې دی او د کډوالو په اړه یې په درې اخیزه غونډه کې ګډون کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین