رپوټونو وايي، د پاکستان محکمې د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د ټولو شتمنیو د ضبط او کنګل کولو امر کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې محکمې مشرف د قانون ماتونې او هېواد ته د ملي خیانت تور پورې کړی دی او په همدې اساس یې دغه پرېکړه کړې ده.
محکمې ویلي، چې د مشرف ټولنې شتمنۍ د ضبط او بانکي حسابونه یې دې کنګل کړای شي.
محکمې زیاته کړې، چې مشرف ته به هغه وخت سزا ورکړي او په اړه به یې وروستۍ پرېکړه وشي، چې هغه محکمې ته حاضر شي.
دا مهال ویل کېږي، مشرف ناروغ دی او وکیل یې هم له محکمې د هغه په اړه د پرېکړې ځنډولو غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې مشرف ناورغ دی.
جمهورآژانس:کابل