۰

هلمند کې د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی دی

چهارشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۸
چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د هلمند له پاره د طالبانو نظامي مسؤول او د سرې قطعې مشر وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی دی
چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د هلمند له پاره د طالبانو نظامي مسؤول او د سرې قطعې مشر وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات تېره ورځ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي په سیمه کې تر سره شوي.
خبرپاڼه وایي، په دغه عملیاتو کې د هلمند له پاره د طالبانو نظامي مسؤول او د سرې قطعې مشر د مظلوم په نوم پېژندل شوی وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو د ماین جوړولو یو ماهر چې پاکستانی دی او د ماینونو په جوړلو کې یې ځانګړی مهارت درلود هم وژل شوی دی.
خو وسله والو طالبانو دغه خبر یوازې ادعا بللې او ویلي یې دي، چې یو کس په یوه وخت کې دوه ماموریته نه شي کولای، چې هم د امیر وي او هم مامور.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکي وایي له تېرو دریو ورځو راهیسې یې د عملیاتو او جګړې پر مهال د هلمند په سنګین، ګرشک او لشکرګاه کې وسله والو طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
خو طالبان ادعا کوي، چې دوی ګڼې سیمې او پوستې نیولې او افغان ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین