۰

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسېده

چهارشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
د ایرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسیده.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسېده
د ایرلنډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو لړۍ مساوي پای ته ورسیده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سیالې چې څو ورځې وړاندې ایرلنډ کې په لار اچول شوې وې، لومړۍ لوبه د باران له امله مساوي پای ته ورسېده او دواړو لوبډولو ته دوه دوه نمرې ورکړل شوې.
تر دې وروسته په پاتې څلورو لوبو کې دوه لوبې افغان او دوهمه ایرلنډ لوبډلې وګټلې، چې په اساس یې دغه سریز یا د لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده.
د وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او ایرلنډ لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله.
ایرلنډ لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۶۶ منډو هدف ورکړ.
د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ ۲، یامین احمدزی ۱ او محمد نبي عیسی خیل هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۳ منډې جوړې او لوبه یې ایرلنډ ته وبایلله.
باید وویل شي، چې افغان ملي لوبډلې له دې لوبو وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۹ نیدرلنېډ ته ځي او د هغه هېواد له ملي لوبډلې سره به لوبه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین