۰

هند کې ۱۰ پوځیان وژل شوي دي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
رپوټونه وایي، هند کې د ماویست یاغیانو او پوځیانو تر منځ نښته کې ۱۵ تنو پوځیانو ۳ یاغیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هند کې ۱۰ پوځیان وژل شوي دي
رپوټونه وایي، هند کې د ماویست یاغیانو او پوځیانو تر منځ نښته کې ۱۵ تنو پوځیانو ۳ یاغیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره ورځ د هند په ختیځ بیهار ایالت کې په اورنګ آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
هندي پولیس وايي، یاغیانو له ناچاودو توکو ګټه اخیستې او په سیمه کې یې د بغاوت ضد عملیاتو پرمهال پر پوځيانو ډزې او بریدونه کړي.
د دوی په خبره په دغه برید کې ۱۰ نیمه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا هندي پولیس دا هم وايي، چې په دمرینالا سیمه کې د دوشنبې شپې په نښته کې درې ماویست وسله وال هم وژل شوي.
باید وویل شي، ماویست یاغیان د هند په ځینو شمالي، ختیځو او ان مرکزي ایالتونو کې مېشت دي او د هند د ګڼو ایالتونو پر بېلابېلو سیمو واکمن دي.
یاغیان وایي، د کمونیستي واکمنۍ په پلوي، د قبایلي خلکو د حقونو ترلاسه کولو او د کلیوالو بې وزله خلکو د خیر ښېګڼې لپاره جنګېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین