۰

خوست کې د سیلابونو راوتو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۲
له طبعي پېښو سره د مبارزې او سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولايت کې تر سختو ورښتونو وروسته د راغلو سېلابونو له امله ١٧ تنه مړه شوي دي.
خوست کې د سیلابونو راوتو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي
له طبعي پېښو سره د مبارزې او سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولايت کې تر سختو ورښتونو وروسته د راغلو سېلابونو له امله ١٧ تنه مړه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، دا پېښې تېره ورځ د خوست ښار اړوند هارون خېلو سیمه او یعقوبیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د خوست ولایت له طبعي پېښو سره د مبارزې
نوموړي زیاته کړه، چې هارون خېلو په سیمه کې سېلاب يو فلاينګ کوچ موټر وړى دى چې له امله یې د يوې کورنۍ اته او د بلې کورنۍ دوه غړي مړه شوي دي.
ادارې سرپرست شادم هلال وایي، سېلابونه دوه مسافر وړونکي موټر وړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې هارون خېلو په سیمه کې سېلاب يو فلاينګ کوچ موټر وړى دى چې له امله یې د يوې کورنۍ اته او د بلې کورنۍ دوه غړي مړه شوي دي.
هلال وايي، په مړه شوو کسانو کې څلور ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.
په ورته وخت کې د يعقوبيو ولسوال اغا جان وايي، د خلبساتو بازار په سيمه کې يو پيکپ موټر سېلاب وړى چې له امله يې د يوې کورنۍ اوه کسان مړه شوي دي.
ولسوال اغا جان زیاتوي، چې په مړو شوو کسانو کې څلور ماشومان او دوې ښځې شاملې دي.
دغه راز د خوست په نورو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي، خو زیان یې نه دی اړولی.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین