۰
نېکولسن:

د نویو صلاحیتونو یوه برخه د طالب مشرانو په نښه کول دي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۴
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د نویو اقداماتو یوه برخه د طالب مشرانو په نښه کول جوړوي.
د نویو صلاحیتونو یوه برخه د طالب مشرانو په نښه کول دي
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د نویو اقداماتو یوه برخه د طالب مشرانو په نښه کول جوړوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن د امریکا ټوډې سره په مرکه کې ویلي«موږ به د نوو صلاحیتونو له مخې هڅه وکړو چې د افغان ځواکونو په ملتیا د وسله والو طالبانو هغه مشران په نښه کړو چې پخپلو لیکو کې ډېر نفوذ لري.»
دی وایي، د هوايي بریدونو ډېرېدل هغه څه دي چې کولی شي وسله وال طالبان وځپي او په وینا یې د طالب مشرانو وژل د وسله والو پر روحیه ډېر اغیز کولی شي.
نوموړي د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې او زیاته کړې یې ده چې له وسله والو سره په جګړه کې پرمختګ راغلی دی.
دغه امریکايي جنرال ویلي، چې افغان ځواکونه دا مهال ۸۰ سلنه عملیات تر سره کوي او دوی به یې د روزنې او ملاتړ په برخه کې به لا ډېر کار وکړي.
باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما څه موده وړاندې د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړه دا هم ویلي و، چې وروسته له دې امریکایي سرتېري په عملیاتو کې خلاص لاس لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین