۰

پاکستاني پولیس له جمرود تحصیل نه افغان کډوال وباسي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۸
رپوتونه وايي، پاکستاني پولیسو په ډېری سیمو کې افغان کډوالو ته اعلان کړی دی چې د یوې اونۍ په اوږدو کې خپل هېواد ته ستانه شي.
پاکستاني پولیس له جمرود تحصیل نه افغان کډوال وباسي
رپوتونه وايي، پاکستاني پولیسو په ډېری سیمو کې افغان کډوالو ته اعلان کړی دی چې د یوې اونۍ په اوږدو کې خپل هېواد ته ستانه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رپوتونه زیاتوي،، پولیسو کډوالو ته ویلي، که د یوې اونۍ په اوږدو کې سیمې پرېنږدي او ستانه نه شي، نو کورونه به یې ونړول شي.
د همدې خبرداریو په لړ کې پولیسو د خیبرپښتونهوا په جمرود تحصیل کې کډوالو ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې دا سیمه پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو وروځو راهیسې پاکستاني ځواکونو عملآ د افغان کډوالو د په زور ایستلو او د هغوید کورنو او هټیو د نړولو لړۍ پيل کړې ده.
څو ورځې وړاندې پولیسو په شبقدر سیمه کې هم د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړی و، چې د وروستیو راپورونو له مخې په تېرو څه کم دوه میاشتو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې تر څنګ ویل کېږي، پاکستاني پولیسو زرګونه نور هغه افغان کډوال چې د دوی په وینا قانوني اسناد نه لري، نیولي او پر تورخم یې را اړولي دي.
بېرته راستانه شوي کډوال هم وایي، پولیسو نه یوازې له هغه کسانو او کډوالو سره چې قانوني اسناد یې نه درلودل، ناوړه چلند کولو بلکې، له هغه کسانو سره یې هم ناوړوه چلند کوي، چې قانوني اسناد لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر په مشرۍ افغان پلاوی تېره ورځ اسلام آباد ته رسېدلی دی.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین