۰

ځوانان کولی شي د دښمنانو د دسیسو مخ ونیسي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۷
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ځوانان د هېواد مهم ظرفیت دی او کولی شي د دښمنانو د دسیسو مخه ونیسي.
ځوانان کولی شي د دښمنانو د دسیسو مخ ونیسي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ځوانان د هېواد مهم ظرفیت دی او کولی شي د دښمنانو د دسیسو مخه ونیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزي دغه څرګندونې تېره ورځ د پکتیا ولایت له یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو غړو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
خبرپاڼه کاږي، په دغه کتنه کې ګډونوالو په هېواد کې د پردیو لاسونو او د هغو کړیو له هڅو اندیښنه څرګنده کړه چې د افغانانو ترمنځ تفرقی ته لمن وهي.
یادو ځوانانو ویلي، د دغې شومې دسیسې د شنډولو لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر یو او ټول باید په یوه غږ او اوږه په اوږه په افغانستان کې د پردیو لاسوهنو او دسایسو پر وړاندې مبارزه وکړو.
په خبر پاڼه کې راغلي چې حامد کرزي د ځوانانو د نېکو احساساتو ستاینه وکړه او وې ویل افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېڅکله به چا ته اجازه ور نکړو چې د افغانانو اتحاد او اتفاق زیانمن کړي.
ښاغلي کرزی وایي، ځوانان کولی شي په ګډه د هېواد د ښمنانو دسیسې شنډې او پر وړاندې یې مبارزه وکړي، څو په دې توګه د قومونو ترمنځ د نفاق مخه ونیسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین