۰

کورنیو چارو وزارت ختیځ کې سرحدي ځواک لا تجهیزوي

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۳
د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په ختیځ کې سرحدي ځواکونه لا تجهیز او پیاوړي کړي.
کورنیو چارو وزارت ختیځ کې سرحدي ځواک لا تجهیزوي
د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په ختیځ کې سرحدي ځواکونه لا تجهیز او پیاوړي کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن له ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال ننګرهار کې کړې دي.
ښاغلی رحمان چې په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د جاج اخستلو په موخه ننګرهار ولایت ته تللی ویلي، په ټول ختیځ زون په تېره بیا په ننګرهار کې به سرحدي ځواکونو ته پاملرنه زیاته کړي.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي رحمن په ننګرهار او کنړ کې له سرحدي پوستو لیدنه وکړه او د سرحدي ځواکونو مورال یې وستایه.
سرچینه د پاسوال رحمن له قوله لیکي، چې کورنیو چارو وزارت په پلان کې لري، په ټول ختیځ زون او په ځانګړي ډول ننګرهار کې سرحد ساتونکی ځواک لا پياوړی او تجهیز کړي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین