۰

د کډوالو د ستونزو د حل په موخه افغان پلاوی پاکستان ته تللی

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۲
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر سید حسین عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوی د افغان کډوالو پر موضوع د خبرو له پاره اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د کډوالو د ستونزو د حل په موخه افغان پلاوی پاکستان ته تللی
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر سید حسین عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوی د افغان کډوالو پر موضوع د خبرو له پاره اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی تېره ورځ اسلام آباد ته رسېدلی او هلته به د کډوالو پر موضوع په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
دغه غونډه د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه تر سره کېږي، چې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېنرۍ استازي په کې برخه لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل دوى به په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو په موخه يو عملي پلان يادې درې اړخيزې غونډې ته وړاندې کړي.
مياخېل وايي چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه پاى ته رسېږي او په غونده کې به په دې اړه هم خبرې وشي او دغه راز به د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو موضوع هم یاده کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه شوې او پاکستاني ځواکونو یې په نیونه، د کورونو په نړولو او په زرو را ایستلو لاس پورې کړی دی.
د رپوټونو له مخې یوازې په تېره یوه نیمه میاشت کې نېږدې ۵۰۰ افغان کورنۍ له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلې او دغه راز شاوخوا ۳ زره افغانان د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین