۰

هلمند کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۵
چارواکي په هلمند ولایت کې د څلورو قوماندانو په ګډون د ۲۸ وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
هلمند کې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال وژل شوي
چارواکي په هلمند ولایت کې د څلورو قوماندانو په ګډون د ۲۸ وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه مرګ ژوبله تېره ورځ د هلمند په مارجې ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.
د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، لومړی افغان ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په مومن څلور لاري کې وسله وال په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې د ۴ قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د همدې مارجې په یوه بله اړوند سیمه کې هم د هوايي برید پر مهال ۶ وسله وال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوي او ټپیان ټول د قاري فدا محمد وسله والې ډلې پورې تړاو درلود.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند امنیه قومانداني وايي تېرو دریو ورځو راهیسي، په هلمند کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین