۰

د امریکا د کانګرس څرګندونو پاکستان اندېښمن کړی

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۱
د پاکستان د سنا مجلس د دغه هېواد د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز څخه د امریکايي سناتورانو د وروستیو څرګندونو په اړه معلومات غوښتي.
د امریکا د کانګرس څرګندونو پاکستان اندېښمن کړی
د پاکستان د سنا مجلس د دغه هېواد د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز څخه د امریکايي سناتورانو د وروستیو څرګندونو په اړه معلومات غوښتي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا کانګرېس تېره اوونۍ پاکستان دوست دی که دښمن تر عنوان لاندې یوه استماعیه غونډه جوړه کړې وه، چې په کې سناتورانو پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دوه مخی او له ترهګرو سره په ملاتړ تورن کړ.
سناتورانو ویل، چې پاکستان له یوې خوا د ترهګرۍ سره د مبارې تر نامه لاندې له امریکا پیسې تر لاسه کوي او په همدې پیسو بیا په سیمه کې د امریکا دپلوماتیکي هڅې ناکاموي.
د سناتورانو په باور امریکا باید پر پاکستان مرستې بندې او د هغوی پر پوځي چارواکو د سفر بندیزونه ولګوي، ځکه په وینا یې د دغه هېواد استخبارات له ترهګرو سره نېږدې اړیکې لري.
په یاده غونډه کې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي و چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ صادروونکی هېواد دی او باید د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په تور لیست کې شامل شي.
همدې غونډې او څرګندونو د پاکستان سنا اندېښمنه کړې او د یادې جرګې مشر ریان رباني د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز څخه په یوه لیک کې د دې غونډې په اړه وضاحت غوښتی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې رباني، عزیز ته په دې رسمي لیک کې لیکلي، چې د پاکستان د امنیت او صداقت په اړه دا ډول څرګندونې دوی ته د زغملو نه دي.
په لیک کې ویل شوي، چې سرتاج عزیز باید د امریکا د سنا مجلس په اړه ولس ته سپیناوی ورکړي او په دې اړه دې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین