۰

۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پېښوره هېواد ته راستنې شوې

يکشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۱
د ختیځ ولایت چارواکي وایي، په دې وروستیو کې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پېښور څخه بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پېښوره هېواد ته راستنې شوې
د ختیځ ولایت چارواکي وایي، په دې وروستیو کې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پېښور څخه بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه کورنۍ له تېرو دوه میاشتو راهیسې هېواد ته راغلې دي.
دغه راز نوموړي وویل، چې د دې تر څنګ ۸۳۷ تنه نور افغانان هم چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي په تورخم کې د کډوالو چارو ادارې ته سپارل شوي دي.
دی وايي، دغه افغانانو قانوني اسناد نه درلود، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته رالېږل شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي، چې د ننګرهار کډوالو چارو ادارې له لورې د ټولو را ستانه شوو کډوالو او را لیږدول شوو کسانو سره مرستې هم کېږي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې پاکستاني ځواکونو په خیبرپښتونخوا کې په افغان کډوالو فشار زیات کړی او له ځینو سیمو کې کډوالې کورنۍ په زور ایستلي دي.
دغه شان په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو په کاروبار او سوداګرۍ هم بندیز لګول شوی او ان هټۍ او کورونه یې نړولي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین