۰

ننګرهار کې ۱۲ داعش وسله وال و وژل شول

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ داعش وسله وال و وژل شول.
ننګرهار کې ۱۲ داعش وسله وال و وژل شول
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ داعش وسله وال و وژل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، چې دغه برید نن سهار ۸ بجې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې پر داعش وسله والو برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال له چاوېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین