۰
ګلوبل ریسرچ:

سي ای اې خپلې پټې جګړې د افغانستان د هیرویینو له عوایدو تمویلوي

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
ګلوبل ریسرچ بنټ په خپله تازه څېړنه کې ویلي، چې د امریکا استخباراتي اداره«سي ای اې» خپلې پټې جګړې د افغانستان د هیرویینو د ترلاسه کېدوونکو عوایدو څخه تمویلوي.
سي ای اې خپلې پټې جګړې د افغانستان د هیرویینو له عوایدو تمویلوي
ګلوبل ریسرچ بنټ په خپله تازه څېړنه کې ویلي، چې د امریکا استخباراتي اداره«سي ای اې» خپلې پټې جګړې د افغانستان د هیرویینو د ترلاسه کېدوونکو عوایدو څخه تمویلوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپوږمی رادیو د یادې سرچینې له قوله دا هم ویلي، چې سي ای اې هڅه کوي، چې د روسیې، چین او ایران پر لور د نشه يي توکو د تجارت مسیر پر مخ یوسي.
دغه بنټ د امریکا د سرمفتش جان سوپکو له خولې لیکي، چې په افغانستان کې پر شاوخوا ۵۰۰ زره
ګلوبل ریسرچ په دغه څېړنه کې ویلي،«دا د هیرویینو د تولید لپاره یوه ستره ساحه ده، دا سي ای اې ته فرصت ورکوي، چې د نشه يي توکو د غیرقانوني قاچاق د نغدو پیسو له لارې خپل پټ عملیات پرمخ بوځي او د چین، ایران او روسیې د نفوس پر لور د نشه يي توکو د تجارت مسیر بیرته پرانېزي.»
جریبه ځمکه کوکنار کرل کېږي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر دومره پراخه ځمکه کرل کېدونکي کوکنار سي آی اې ته دا فرصت ور کوي، چې له دې درکه ترلاسه کېدونکي عاید باندې خپلې پټې جګړې پرمخ بوځي.
ګلوبل ریسرچ په دغه څېړنه کې ویلي،«دا د هیرویینو د تولید لپاره یوه ستره ساحه ده، دا سي ای اې ته فرصت ورکوي، چې د نشه يي توکو د غیرقانوني قاچاق د نغدو پیسو له لارې خپل پټ عملیات پرمخ بوځي او د چین، ایران او روسیې د نفوس پر لور د نشه يي توکو د تجارت مسیر بیرته پرانېزي.»
سرچینې زیاتوي، چې اروپا او نورو هېوادونو ته نشه يي توګي وسله وال طالبان نه اړوي، بلکې په الوتکو او بېړیو کې لېږدول کېږي.
دغه سرچینې ویلي« هغه الوتکې او بېړۍ چې له افغانستانه شاوخوا ۹۰ په سلو کې هیرویین د نړۍ نورو سیمو ته قاچاق کوي، د چا تر واک لاندې دي؟ ښکاره ده، چې د طالبانو تر واک لاندې نه دي.»
ګلوبل ریسرچ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نشه يي توکو له کر سره تړلی بولي او وايي، تر هغو چې په افغانستان کې د امریکا حضور وي، د هیرویینو کاروبار به هم موجود وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین