۰

ملي امنیت زابل کې د وسله والو یوه ډله نیولې

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په زابل ولایت کې د یوې ۹ کسیزه وسله والو ډلې د نیولو خبر ورکوي.
ملي امنیت زابل کې د وسله والو یوه ډله نیولې
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په زابل ولایت کې د یوې ۹ کسیزه وسله والو ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت وايي، نیول شویو کسانو په مرکز کلات کې د چاودنو مسؤولیت په غاړه درلود.
د ملي امنیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان تېره ورځ په مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت مؤظفینو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کسانو هوډ درلود د قلات ښار په، له ګڼه ګوڼو ډکو سیمو کې پر ماین چاودنو بېګناه وګړي و وژني چې مخه یې ونیول شوه.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوو کسانو د څېړنو پر مهال په ګڼ شمېر ترهګریزو کړنو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین