۰

چین وايي، د نړيوالې محکمې پرېکړه په رسمیت نه پېژني

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۸
چین وايي، د جنوبي سمندر په تړاو د نړیوالې محکمې يا ICJ پریکړه په رسمیت نه پېژني او نه هم ورته د منلو وړ ده.
چین وايي، د نړيوالې محکمې پرېکړه په رسمیت نه پېژني
چین وايي، د جنوبي سمندر په تړاو د نړیوالې محکمې يا ICJ پریکړه په رسمیت نه پېژني او نه هم ورته د منلو وړ ده.
د چین ولسمشر شي جین پینګ او د بهرنیو چارو وزیر دغه ګام یو سیاسي طنزیه تمثیل بللی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوالې محکمې تېره ورځ د فلیپین د شکایت پر اساس، د چین د جنوبي سمندر د ټاپوګانو د ټول ملکیت او زیرمو په تړاو د بیجینګ ادعا بې اساسه وګڼله.
خو د چین دفاع وزارت ویلي، دغه پرېکړه ورته هیڅکله د منلو نه ده او چیني ځواکونه د خپل ملي حاکمیت او سمندري ګټو په برخه کې له هر راز ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي.
خو د چین دفاع وزارت ویلي، دغه پرېکړه ورته هیڅکله د منلو نه ده او چیني ځواکونه د خپل ملي حاکمیت او سمندري ګټو په برخه کې له هر راز ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لاکنګ وايي، دغه تش په نوم محکمه د فلیپینیانو په غیر قانوني عمل او ادعا پیل شوې وه نو ځکه یې اموجودیت غیر مشروع دی.
هغه ویلي«ټولې پریکړې یې بې اعتباره او بیهوده دي، فلیپین یو اړخیزې محکمې ته عارض شوی او د محکمې د قضايي صلاحیت نشتوالی له لومړي سره معلوم و.»
باید وویل شي، چې چین او فلیپین په دې سیمه کې پر ۱۱ ټاپوګانو اختلاف لري، خو دا اختلاف په ۲۰۱۲ کال کې هله ډیر شو، چې پېکېنګ د سکارو بوروشول په نامه یوه سیمه په خپل کنټرول کې راوسته.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین