۰

افغان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته ماته ورکړه

چهارشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۲
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ملي لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځینو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ملي لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې په ایرلنډ کې په لار اچول شوې لومړی لوبه یې د باران له امله مساوي اعلان شوه، خو دوهم لوبه یې تېره ورځ تر سره شوه.
د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ لوبډلې وګاټه او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وه، چې افغان توپ وهونکو په ۴۹،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۵۱ منډو هدف وټاکه.
د توپ وهنې په برخه کې شهزاد محمد ۶۶، نجیب ځدراڼ ۵۹، جاوید احمدي ۲۹، سمیع الله شنواري ۲۴، راشد خان ۱۸ رحمت شاه ۱۴ او میرویس اشرف ۱۲ منډې وکړې.
د لوبې په دوهم پاڼې کې که څه هم په لومړي سر کې داسې برېښده چې دغه لوبه به ایرلنډ ګټي، خو توپ وهوونکي یې له ۳۰ اوره ها خوا ته د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ټينګ نشوای.
ایرلنډ لوبډلې په ۴۸،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۱ منډې وکړې او افغانستان ترې دغه لوبه د ۳۹ مندو په توپیر وګټله.
د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي، ۳، راشدخان ۳، میرویس اشرف ۲ او دولت ځدراڼ هم دوه لوبغاړي وسځول، چې تر ټولو ښه توپ اچونه راشد خان وکړه.
باید وویل شي، چې د دغه لړۍ دریمه لوبه سبا تر سره کېږي، چې د افغانستان پر وخت به د ماسپښین ۲:۱۵ شروع شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین