۰
ولسمشرغني:

افغانستان سره د نړیوالو مرستې به پوره شفافیت سره ولګول شي

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۹
افغان ولسمشر وايي، افغانستان د سولې له پاره ډېرې صادقانه هڅې وکړې، خو د افغان حکومت دغه هڅې د وسله والو او ځینو ګاونډیو له خوا ټولې رد شوې.
افغانستان سره د نړیوالو مرستې به پوره شفافیت سره ولګول شي
افغان ولسمشر وايي، افغانستان د سولې له پاره ډېرې صادقانه هڅې وکړې، خو د افغان حکومت دغه هڅې د وسله والو او ځینو ګاونډیو له خوا ټولې رد شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په کابل کې د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.
ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې له امریکا او په ټول کې له ناټو غړو هېوادونو مننه وکړه، چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې یې د افغانستان د امنیت ځواکونو لګښت پر غاړه واخیست او له افغانستان څخه یې خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي وویل، چې د وارسا په غونډه کې یې هم نړیوالو ته ډاډ او ژمنه ورکړې، چې د دوی له خوا مرستې به په شفاف ډول لګوي او یو
هغه وویل«موږ د سولې له پاره زیاتې هڅې وکړې، موږ هم له وسله والو سره سوله غوښته هم له ګاونډیو هېوادونو سره خو زموږ د سولې هڅې ټولې رد شوې، موږ چې په دوه میلیونه یو څه جوړو، خو دوی یې «افغانستان مخالفین» د زرو ډالرو انفجاري مواد سره له منځه وړي.»
ځل بیا ژمنه کوي، چې افغان حکومت د نړیوالو له خوا د افغانستان سره د مرستو په برخه کې له پوره شفافیت څخه به کار واخلي.
افغان ولسمشر زیاته کړه«زه تاسو ته ډاډ او ژمنه درکوم، هغه امکانات چې له بهر څخه راځي او زموږ سره مرسته کېږي، په پوره شفافیت د یوه منظم پلان له مخې لګول کېږي.»
په ورته وخت کې افغان ولسمشر دا ژمنه هم وکړه، چې افغان حکومت هڅه کوي، خپل اقتصاد ته پر داسې توګه پراختیا ورکړي تر څو په راتلونکې کې وکولای شي د خپلو ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.
نوموړي دا ژمنه هم وکړه، چې افغان حکومت به د اقتصادي پراختیا تر څنګ هڅه وکړي، چې د فساد جرړې وباسي او شفافیت رامنځ ته کړي.
ولسمشر غني یو ځل بیا د افغان حکومت د سولې هڅو ته اشاره وکړه او ویې ویل افغان حکومت سوله غواړي.
هغه وویل«موږ د سولې له پاره زیاتې هڅې وکړې، موږ هم له وسله والو سره سوله غوښته هم له ګاونډیو هېوادونو سره خو زموږ د سولې هڅې ټولې رد شوې، موږ چې په دوه میلیونه یو څه جوړو، خو دوی یې «افغانستان مخالفین» د زرو ډالرو انفجاري مواد سره له منځه وړي.»
افغان ولسمشر یو ځل بیا زیاته کړه، چې هغه کسانو ته چې سوله نه غواړي، واضح پیغام یې دا دی، چې د جګړې په میدان کې به خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین