۰

امریکا له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرو پټنځایوه له منځه یوسي

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا له پاکستانه غوښتي، چې ډيورنډ پولې ته نږدې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
امریکا له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرو پټنځایوه له منځه یوسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا له پاکستانه غوښتي، چې ډيورنډ پولې ته نږدې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ په یوه خبري کنفراس کې ویلي، چې د ډيورنډ پولې دواړه غاړې اوس هم د ترهګريزو ډلو لپاره امن سيمې بلل کېږي.
کربي وايي، د ډيورنډ کرښې د نقشو په اړه دوى نه غږېږي، بلکې بايد دا وليدل شي، چې د ترهګرو په ضد پاکستان کوم اقدامات کړي دي.
نوموړي
کربي وايي، د ډيورنډ کرښې د نقشو په اړه دوى نه غږېږي، بلکې بايد دا وليدل شي، چې د ترهګرو په ضد پاکستان کوم اقدامات کړي دي.
زیاته کړې، چې د ترهګرۍ پر ضد د پاكستان او افغانستان ګډې مبارزې ته اړتيا ده او دواړو هېوادونو دا هڅې کړې، خو په وینا یې دغه هڅو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې او په ټوله کې د ترهګرو ځالې له منځه نه دي وړل شوي.
دا داسې حال کې ده، چې تېره وړمه ورځ مخکښ امریکایي سناتور او د پوځي کمېتې مشر جان مکین ویلي و تر څو چې ترهګر له پاکستانه پوځي او مالي مرسته تر لاسه کوي، تر هغې په افغانستان کې د دغه ډلې ماتول ستونزمن کار دی.
هغه دا هم ویلي و، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ځالې له منځه یوسي.
باید وویل شي، چې د امريکا د کانگرس د بهرنيو چارو کمېټه نن په دې بحث وکړي، چې آيا پاکستان د امريکا دوست کېدلى شي او که دښمن.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین