۰

ملي امنیت شپږ داعش او طالب وسله وال نیولي

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۴
د ننګرهار چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په دغه ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳ داعش او طالب وسله وال نیولي.
ملي امنیت شپږ داعش او طالب وسله وال نیولي
د ننګرهار چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په دغه ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳ داعش او طالب وسله وال نیولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، دغه نن د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس نیول شوي داعش وسله وال طارق، ذبیح الله مشهور په ابو عمر او داود او درې طالبان ګل ولي ، ضابت او نورالله چې مشهور په مصطفی نومېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کسانو سره وسلې هم نیول شوې او د نورو پلټونو له پاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
تر اوسه طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار په خوږیانو او اچین ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۹ وسله وال طالبان او څلور داعش وسله وال وژل شوي او پنځه طالبان ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین