۰

غزني کې د طالبانو یو قاضي له دریو ملګرو سره وژل شوی

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۶
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قاضي له دریو تنو نور ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
غزني کې د طالبانو یو قاضي له دریو ملګرو سره وژل شوی
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قاضي له دریو تنو نور ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قاضي ملا عبدالشکور نومېږي او د اب بند ولسوالۍ له پاره د طالبانو قاضي و.
سرچینې زیاته کړې، چې ملا عبدالشکور تېر ماښام ۷ بجې له خپلو دریو نورو طالب ملګرو سره یو ځای د پولیسو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، پولیسو د کشفي راپورونو پر اساس ملا عبدالشکور ته د آب بند ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې کمین نیولی و او و وژل شو.
د خبرپاڼه د معلوماتو پر اساس په دغه عملیاتو کې د وسله والو یو موټر سایکل هم د پولیسو لاس ته ورغلی او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه دا هم وايي، چې ملا عبدالشکور د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د جمال خیلو اوسیدونکی و، چې له څو کلونو راهیسې یې وسله والو ته د قاضي په توګه دنده ترسره کوله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین