۰

ننګرهار کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۵
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۸ تنو طالبانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۱۳ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون ۱۸ تنو طالبانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه تېره ورځ له غرمې وروسته او مازیګر مهال د ننګرهار په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې تر سره شوي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، لومړی د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خېلو، مورګۍ او ژوره نورک سیمو کې افغان ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ دول زیان نه دی اوښتی او د وسله والو یو اندازه سپکې او درندې وسلې هم له منځه وړل شوې.
په ورته وخت کې په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین په کرګڼۍ سیمه کې پر داعش بمبار کړی، چې له امله یې څلور داعشیان وژل شوي او د هغوی د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
تر اوسه دواړو ډولو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې دغه بریدونه پر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال قدیم شاه شهیم له ننګرهار والي سره په ویډیوي کنفرانس کې ویلي، چې په ټول قوت به ننګرهار کې وسله وال وځپي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین