۰

د پاکستان ۸ سوه د اوړو فابریکې په ټپه درېدلې

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان د حکومت له خوا د پاکستاني اړو په وارېدولو او ګمرکي تعرفو لوړوالي پاکستان کې د اوړو لږ تر لږه ۸ سوه فابریکې په ټپه درولې دي.
د پاکستان ۸ سوه د اوړو فابریکې په ټپه درېدلې
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان د حکومت له خوا د پاکستاني اړو په وارېدولو او ګمرکي تعرفو لوړوالي پاکستان کې د اوړو لږ تر لږه ۸ سوه فابریکې په ټپه درولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې روزنامه پاکستان ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره د یو میلیون ټنه اوړو سوداګري بنده کړې، چې له امله یې پاکستان کې د اوړو میلونه له سخت بحران سره مخامخ کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د سوداګرۍ دغه بندښت ۷۰ سلنه د اوړو میلونه بند کړي چې ورسره زرګونه کارګر هم وزګاره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ویلي، چې د چابهار بندر په پرانستې د ترکمنستان څخه ار اقینې بندر پورې د ریل ګاډي پټلۍ په جوړېدو سره نور افغانستان له ترازیټي ستونزو سره مخ نه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین