۰

۵۰۰ افغانان هند ته مسلکي زده کړو له پاره لېږل کېږي

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۳۰
د افغانستان د پوهنې وزارت د نړیوال بانک په مالي مرسته ۵۰۰ افغانان هندوستان ته د مسلکي او حرفوي زده کړو په موخه لېږي.
۵۰۰ افغانان هند ته مسلکي زده کړو له پاره لېږل کېږي
د افغانستان د پوهنې وزارت د نړیوال بانک په مالي مرسته ۵۰۰ افغانان هندوستان ته د مسلکي او حرفوي زده کړو په موخه لېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د پوهنې وزارت تخنیکي مرسیتال رحیل فرمولي نن کابل کې وکړه او ویې ویل، چې پر هر زده کوونکي ۵ زره ډالر لګښت راځي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه شمېر افغانان به په هند کې د ماشینونو، اورګاډي او رېل لارو په برخو کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي.
ده وویل، چې هند ته د لېږل کېدونکو زده کوونکو ۲۵ سلنه نجونې دي او په ټولیز توګه ۵۰۰ شاګردانو د یو نیم کلنې دورې زده کړو مصرف دوه نیم ملیون ډالره کېږي.
باید وویل شي، چې هند له دې پرته هر کال افغان محصلینو ته ۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین