۰

په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۹
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېته وايي، د روان میلادي کال لومړی شپږ میاشتې د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړۍ وې.
په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېته وايي، د روان میلادي کال لومړی شپږ میاشتې د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړۍ وې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې کمېټې مشر نجیب الله شریفي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۳۷ سلنه لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان وژل شوي، له خبریالاتو سره د زور زیاتي ۵۴ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خبریالانو خلاف د زورزیاتي ۳۹ پېښې ثبت شوې وې.
شریفي وایي، له خبریالانو سره د تشدد پېښې ډېری د حکومت له خوا تر سره شوې، خو د وژنې د پېښو نېږدې ټول مسؤولیت پر طالبانو دی.
هغه زیاتوي چې ۹ خبریالان د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي او یو خبریال زبیر خاکسار چې تېر پسرلۍ په ننګرهار کې و وژل شو، قاتل یې څرګند نه دی خو ګومان کېږي، چې هغه به هم طالبانو وژلی وي.
د شریفي په وینا د ژورنالیستانو د وژل کېدو اصلي علت دا دی چې طالبانو په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی، دوی خبریالان تعقبوي او وژني یې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین