۰

ملي امنیت کابل کې د ترهګرو یوه ډله نیولې

دوشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۹
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي، پلازمېنه کابل کې یې د ترهګرو او ځانمرګو بریدونو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت کابل کې د ترهګرو یوه ډله نیولې
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي، پلازمېنه کابل کې یې د ترهګرو او ځانمرګو بریدونو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه په نننۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د کابل د نهمې ناحیې په خواجه رواش سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
سرچینې وايي، دغه کسان حسین احمد مشهور په شاهد، شهید احمد مشهور په بشیر احمد، حکمت الله مشهور په مصطفی نومېږي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا د ځانمرګو بریدونو، چاودنو، مقناطیسي او عیار شوو ماینونو د جوړولو درې کسیزه ماهره ډله ده.
خبرپاڼه کاږي دغه کسانو، په شهرنو کې د UK سپورت د مالک پر موټر په چاودنه، د کابل ښار په یکه توت سیمه کې د پولیسو پر موټر په چاودنه، د یک تلویزیون د امتیاز د څښتن فهیم هاشمي د کور مخې ته د ماین په چاودنه، د ملي امنیت لوی ریاست د یو کارمند په وژنه او په خپل کور کې د یو ځانمرګي ساتل منلي دي.
د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې له دې سره د یادو ترهګرو له پټن ځای څخه، څلور میله تفنګ، د تلېفون پر سیستم عیار شوي ۲۱ ماینونه، د ماین پر سیستم برابرې د راکټ درې سرګلولې، دوه لاسي بمونه، د ماین د رېموټ کنټرول پنځه تختونه، د واټر جېل اووه لولې، اووه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، دوه کمپیوتر، دوه سوزکي موټرونه، دوه موټرسایکلونه او نور پوځي توکي ترلاسه شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین