۰
نېکولسن:

د طالبانو په لیکو کې د نوي مشر پر وړاندې مخالفتونه پر ډېرېدو دي

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د طالبانو په لیکو کې د دوی د نوي مشر مولوي هبت الله اخندزاده پر وړاندې مخالفتونه پر ډېرېدو دي.
د طالبانو په لیکو کې د نوي مشر پر وړاندې مخالفتونه پر ډېرېدو دي
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د طالبانو په لیکو کې د دوی د نوي مشر مولوي هبت الله اخندزاده پر وړاندې مخالفتونه پر ډېرېدو دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن په خپلو تازه څرګندونې کې دا هم ویلي، چې د طالبانو نوی مشر مولوي هبت الله اخندزاده د ټولو طالبانو متفق علیه مشر نه دی.
دغه راز نوموړي د افغان ځواکونو په اړه ویلي، چې سږ کال د دغه ځواکونو لاس ته راوړنې ډېرې دي، خو په خبره یې تلفات یې هم زیات شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو تلفات ځکه زیات شوي، چې په خبره یې افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او طبعي خبره ده، چې په داسې حال کې تلفات زیات اوړي.
افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ویلي، د دغو تلفاتو زیاته برخه د طالبان له لوري د افغان ځواکونو پر پوستو او قرارګاوو بریدونو کې رامنځته کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین