۰

جنوبي کوریا له افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۷
د جنوبي کوریا سیمه ییزې رسنۍ وايي، هېواد یې د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړونې په موخه له افغانستان سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
جنوبي کوریا له افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي
د جنوبي کوریا سیمه ییزې رسنۍ وايي، هېواد یې د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړونې په موخه له افغانستان سره ۱۳۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې د جنوبي کوریا مشرانو دغه تصمیم په وارسا کې د ناټو مشرانو په غونده کې نیولی دی.
د جنوبي کوریا د کورین هرالد رسنۍ زیاتوي، چې دغه مرسته به له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې افغانستان سره سره وشي.
په ورته وخت کې جنوبي کوریا رسمي سرچینو هم ویلي، چې دغه مرسته به په کال کې ۴۵ میلیون ډالره افغانستان ته سپارل کېږي، چې د کوریا د ۰.۹ سلنې اړتیا څخه شمېرل کېږي.
باید وویل شي، چې د ناټو په سرمشریزه کې له افغانستان سره د کال د پنځه میلیارده ډالرو مرستې پرېکړه وشوه، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به افغانستان ته ورکول کېږي.
پر دې سربېره کاناډا هم له افغانستان سره د ۴۶۵ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی دی او دغه راز چک جمهوریت هم د افغان پيلوټانو د روزنې او نظامي برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین