۰

د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۰
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې پر داعش وسله والې ډلې د عملیاتو په ترڅ کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې پر داعش وسله والې ډلې د عملیاتو په ترڅ کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش پر پټنځایونو توپچي بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي، چې څلور یې پاکستاني وګړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې د داعش یو میل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د اچین ولسوالۍ د کرکڼۍ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین