۰

کاناډا له افغانستان سره ۴۶۵ ملیونه ډالره مرسته کوي

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
د کاناډايي رسنیو د راپور پر بنسټ کاناډا له افغانستان سره په امنیتي او پراختیايي برخو کې د ۴۶۵ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه.
کاناډا له افغانستان سره ۴۶۵ ملیونه ډالره مرسته کوي
د کاناډايي رسنیو د راپور پر بنسټ کاناډا له افغانستان سره په امنیتي او پراختیايي برخو کې د ۴۶۵ ملیونه ډالره مرستې ژمنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ وايي، له دې مرستې ۱۹۵ ملیونه ډالره به تر ۲۰۲۰ م کاله د افغان ځواکونو د روزنې او ظرفیت لوړونې، بشري حقونو د رعایت او د ملکي خلکو د ژغورنې په برخو کې ولګول شي.
له دغه مرستو څخه به ۲۷۰ ملیونه ډالره پراختیايي چارو ته ځانګړي شوي، چې پر اساس به یې افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او حقونو د ترلاسه کولو په برخو کې اسانتیاوې برابریږي.
کاناډا پر داسې مهال له افغانستان سره د مرستې ژمنه کوي، چې تېره ورځ ناټو هم په خپله سرمشریزه غونډه کې له افغانستان سره د کال د پنځه میلیارده ډالرو مرستې پرېکړه وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین