۰

پاکستان د ولسمشر غني په څرګندونو نیوکه کړې

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
پاکستان وايي د وارسا په غونده کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې څرګندونو چې ګڼې پاکستان د سولې په برخه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی مایوسه کړی دی.
پاکستان د ولسمشر غني په څرګندونو نیوکه کړې
پاکستان وايي د وارسا په غونده کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې څرګندونو چې ګڼې پاکستان د سولې په برخه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی مایوسه کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ناټو مشرانو په غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې، چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې پر کړو ژمنو عمل ونه کړ.
پاکستان، د افغانستان، چین او امریکا له استازو سره په څلور اړخیزه غونډه کې رسمي ژمنه کړې وه، چې که طالبان سولې ته حاضر نه شي نو دوی به یې مشران او رهبري شورا له خپلې خاورې
ولسمشر زیاته کړې«موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ د پیلولو هڅه وکړه، له پاکستان څخه مو هیله لرله، خو زموږ د ګاونډیو هېوادونو تر منځ کلیدي ستونزه پر هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده، د همدې لپاره موږ د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یوو چې موافقه پرې شوې وي.»
وباسي.
خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خبره پاکستان پر دې ژمنې عمل ونه کړ، بلکې لا یې هم د ښو او بدو طالبانو پر پالیسۍ باوري دی.
ولسمشر زیاته کړې«موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ د پیلولو هڅه وکړه، له پاکستان څخه مو هیله لرله، خو زموږ د ګاونډیو هېوادونو تر منځ کلیدي ستونزه پر هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده، د همدې لپاره موږ د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یوو چې موافقه پرې شوې وي.»
ښاغلي غني وړاندې زیاته کړې ده«[پاکستان له خوا د تروریستانو]تقسیم، په ښه او بدو تروریستانو، چې خطرناکه دی، اوس هم ترسره کېږي.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس وايي، پاکستان د ولسشمر غني د څرګندونو نه چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې کړې مایوسه شوی دی.
محمد نفیس ذکریا ویلي«د اوس تقاضا دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې همکاري وشي تر دې چې افغانستان په غلطو نظریاتو باندې تورونه لګوي.»
هغه زیاته کړې، چې پاکستان هم د افغانستان د حکومت څخه د همکارۍ توقع لرو چې د سرحدونو د مدیریت له لارې او په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان تروریستان، چې د پاکستان په خلاف دي، پرې نه ښودل شي چې مرکزونه جوړ کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین