>> جمهور - پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ،ځکه د سولې خبرې ناکامه شوې
 
۰
ولسمشر غني:

پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ،ځکه د سولې خبرې ناکامه شوې

يکشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو مشرانو په غونده کې و ویل، د افغانستان د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې، چې پاکستان په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.
پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ،ځکه د سولې خبرې ناکامه شوې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو مشرانو په غونده کې و ویل، د افغانستان د سولې خبرې ځکه ناکامه شوې، چې پاکستان په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني وايي له پاکستانه یې هیله لرله چې صادقانه مرسته به وکړي او افغانستان ورسره د همکارۍ پیلولو هڅه وکړه، خو پاکستان د ښو او بدو ترهګرو تر منځ توپیر کوي، نو ځکه د سولې خبرې ناکامې شوې.
ولسمشر زیاته کړې«موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د همکارۍ د پیلولو هڅه وکړه، له پاکستان څخه مو هیله لرله، خو زموږ د ګاونډیو هېوادونو تر منځ کلیدي ستونزه پر هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده، د همدې لپاره موږ د نړیوالې ټولنې له لوري د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یوو چې موافقه پرې شوې وي.»
باید وویل شي، پاکستان د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې، چې خپله پاکستان، افغانستان، چین او امریکا استازي په کې و، رسمي ژمنه کړې وه، چې که وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو پاکستان به طالب مشران او د هغوی رهبري شورا چې په دغه هېواد کې مېشت دي له خپلې خاورې باسي.
خو د سولې په تړاو تر څلور وارې څلور اړخیزه ناستې وروسته هم پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، بلکې تر دغه غونډو وروسته یې په وار وار چارواکو وویل، چې پاکستان لا هم پر ښو او بدو طالبانو باوری دی.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نېږدې ۱۱ ورځې وړاندې ویلي و، چې حکومت یې اوس هم طالبانو په ښو او بدو وېشي او هڅه کوي، چې ښه طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.
دغه راز عزیز له امریکايي چارواکو سره د لیدنې پر مهال هم ویلي و، چې که په پاکستان کې پر وسله والو ډلو زیات فشار راوستل شي، ښايي تروریستي بریدونه زیات کړي.
که څه هم سرتاج عزیز ښه او بد طالبان په ګوته نه کړل، خو وړاندې د ده په ګډون ګڼو پاکستاني چارواکو ویلي و، هغه طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي ښه او هغه طالبان چې په پاکستان کې د پاکستاني پوځیانو او ملېشو پر وړاندې جنګېږي بد طالبان بللي وو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین