۰

خوست ته د بهرنيانو په ګډون زرګونه وسله وال راغلي

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۶
امنیتي چارواکي وايي، خوست ته د بهرنیو په ګډون زرګونه وسله وال رغلي او د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.
خوست ته د بهرنيانو په ګډون زرګونه وسله وال راغلي
امنیتي چارواکي وايي، خوست ته د بهرنیو په ګډون زرګونه وسله وال رغلي او د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، له نورو امنيتي چارواکو سره په یوه خبري غونډه کې وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، که څه هم د خوست امنیتي وضعیت نسبي ښه دی خو په وینا یې د امنیتي ستونزو د مخنیوي له پاره د مرکزي حکومته غواړي، چې په نظامي برخه کې د دې ولايت تشکيلات زيات کړي.
ښاغلي غیرت د بېلګې په ډول د موسی خېلو پر ولسوالۍ د تېرې اوونۍ ډله ييزو بريدونو ته په اشارې سره وويل چې سلګونو وسله والو ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ کړې وه، خو امنيتي ځواکونو په شا وتمبول.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د ځينو افغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د زياترو وژل شويو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې وو.
د خوست امنیه قوماندان وویل«وسله والو غوښتل چې موسی خېلو ولسوالۍ سقوط او خپل امارت اعلان کړي، خو هغوی د مخامخ جګړې توان نه لري او ته غاښ ماتوونکی ځواب يې ورکړ.»
په ورته وخت په دې ولايت کې د سرحدي پوليسو د دويم ټولي عملياتي مسوول لومړي څارن ذبيح الله مبارز خبريالانو ته وويل، هڅه کوي چې د ډيورنډ له فرضي کرښې څخه د وسله والو د راتېرېدو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه : ((موږ پوره هڅه کوو چې د دوی مخنيوی وکړو. تر ډېره موږ بريالي شوي يو، چې دښمن له سختې ماتې سره مخ کړو. موږ بيا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو.))
دغه راز د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې ددې ولايت د امنيتي ځواکونو تشکيلات زيات او په پوره تجهيزاتو يې سمبال کړي.
ده له خلکو هم وغوښتل چې د خپلې سيمې د امنيت د خونديتوب لپاره له دولت په ځانګړي ډول له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او له هغوی سره همکاري پراخه کړي.
نوموړي همدارنګه وويل، سپېره، صبري او موسی خېل هغه ولسوالۍ دي، چې له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي او ډېری وسله وال هم په همدې درېيو ولسواليو کې ځای پرځای شوي.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین