۰

کندهار کې ماین چاودنې ۳ ماشومان و وژل

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۴۶
چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
کندهار کې ماین چاودنې ۳ ماشومان و وژل
چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د کندهار ولایت د ارغستان او سپین بولدک ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانۍ وايي، د ولسي وګړو زرنج ریکشا پر دغه لار روانه وه، چې د سړک د غاړې ماین پر چاودلی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي، درې ښځې او درې نور سړي ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین