۰

په یوه غلکچي برید کې درې پولیس و وژل شول

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۳
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د یوه غلچکي برید پر مهال درې پولیس وژل شوي او بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.
په یوه غلکچي برید کې درې پولیس و وژل شول
امنیتي چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د یوه غلچکي برید پر مهال درې پولیس وژل شوي او بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښې نن سهار د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د پولیسو د تلاشۍ د یوې له پوستې سره رامنځ ته شوی دی.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، وسله والو زرمت ولسوالۍ ته پر غځېدلې لار د موټرو د تلاشۍ پر پوستې برید کړی، درې پولیس یې وژلي او له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
دی زیاتوي، چې وسله وال په یوه سراچه موټر کې سپاره و، او برید یې تر سره کړی دی.
تر اوسه پورې د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین