۰
ستولتنبرګ:

تمه ده ناټو د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۲
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د ناټو غړي هېوادونه به نن په خپله غونډه کې پر افغانستان خبرې وکړي.
تمه ده ناټو د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، د ناټو غړي هېوادونه به نن په خپله غونډه کې پر افغانستان خبرې وکړي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ینس ستولتنبرګ زیاته کړې، چې دی تمه لري، چې ناټو به د افغانستان په اړه درې مهمې پرېکړې وکړي.
نوموړی وايي لومړی
هغه ویلي«دا درې واړې چارې په افغانستان کې د ثبات له راوستلو او زموږ د خپلو هیوادونو له خوندیتوب سره د مرستې لپاره مهمې دي. همداراز په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه او د تروریزم پر ځالې د افغانستان د بیا بدلېدا مخنیوی مهم دی.»
د خپل پوځي حضور دوام، له جنګي ځواکه پرته د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ لپاره.
د هغه په وینا دوهمه توقع دا ده، چې ناټو به د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
د ناټو د سرمنشي دریمه هیله د هېوادونو او حکومتونو د مشرانو له افغانستان سره اوږدمهال سیاسي د مشارکت او همکاري تایید دی.
هغه ویلي«دا درې واړې چارې په افغانستان کې د ثبات له راوستلو او زموږ د خپلو هیوادونو له خوندیتوب سره د مرستې لپاره مهمې دي. همداراز په افغانستان کې له تروریزم سره مبارزه او د تروریزم پر ځالې د افغانستان د بیا بدلېدا مخنیوی مهم دی.»
د ناټو سرمنشي د سولې او پخلاینې لپاره له پاکستان او د سیمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د هڅو او تماسونو هرکلی وکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین