۰

د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۵
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي دي.
د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پېښه پرون د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د کرکڼۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو الوتکو په یاده سیمه کې پر داعش وسله والو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د دریو قوماندانانو په ګډون ۱۶داعشیان و وژل شول.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه بريد کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې هم له منځه تللې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس: ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین