۰

سټولټنبرګ وايي ناټو د بدلېدو په لور روانه ده

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د نړۍ له بدلون سره ناټو هم د بدلېدو په حال کې ده، او هڅه کوي چې د دفاعي چارو د پیاوړي کولو له لارې به د ناټو تړون امنیت د پولو د ننه او بهر تقویه کړي.
سټولټنبرګ وايي ناټو د بدلېدو په لور روانه ده
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د نړۍ له بدلون سره ناټو هم د بدلېدو په حال کې ده، او هڅه کوي چې د دفاعي چارو د پیاوړي کولو له لارې به د ناټو تړون امنیت د پولو د ننه او بهر تقویه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره ورځ د پولنډ په مرکز وارسا کې د ناټو د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلیدو مخکې د متخصصانو په نوم یوې غونډې ته وکړې.
نوموړي یادې غونډې ته دا هم وویل، چې ناټو له روسیې سره د سړې جګړې د پیلیدو نیت نه لري او غواړي چې خبرې ورسره وکړي.
دغه راز هغه په خپلو خبرو کې له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو مسئلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پریکړه به په اروپا کې د ناټو د غړیو هېوادو او بریتانیا، همدا راز د امریکا د متحد ایالتونو او بریتانیا پر اړیکو اغیز ونه کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې بریتانیا به بیا هم د ناټو د یوه پیاوړي غړي په توګه پاتې وي.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره او په اروپا – اتلانتیک کې به د بالستیک توغندیو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین