۰

استرالیا له افغان ځواکونو سره د۳۰۰ میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
د استرالیا حکومت په وارسا کې د ناټو له غونډې وړاندې له افغان ځواکونو سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره اضافي مرستې اعلان وکړ.
استرالیا له افغان ځواکونو سره د۳۰۰ میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي
د استرالیا حکومت په وارسا کې د ناټو له غونډې وړاندې له افغان ځواکونو سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره اضافي مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا حکومت تر دې وړاندې له افغان ځواکونو سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه، چې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۷ پورې یې افغان ځواکونو ته ورکوي.
خو اوس یې اعلان کړی، چې پر دې سربېره به ۳۰۰ میلیونه ډالرو نوره مرسته هم کوي، چې تر ۲۰۲۰ م ز کاله پورې به هر کال ۱۰۰ میلیون ډالر ورکول کيږي.
راپورونه وايي، له مرسته شویو ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه به ۸۰ میلیون میلیونه يې د هېواد د ملي اردو او پاتې ۲۰ میلیونه ډالر يې د ملي پولیسو له پاره ځانګړي شي.
یاده دې وي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ استرالیاوي پوځيان د ناټو د غوڅ ملاتړ تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین