۰
ولسمشر غني:

د کډوالو په زوره ایستل د ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی

شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۳
ولسمشر محمد اشرف غنی د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني سره وکتل او دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزو پر اساسي حل او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کډوالو په زوره ایستل د ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی
ولسمشر محمد اشرف غنی د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني سره وکتل او دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزو پر اساسي حل او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې چې د پولینډ په پلازمېنه وارسا کې د چنګاښ په ۱۸ مه ترسره شوه ولسمشر غني مېرمن موګریني ته په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق او د بندونو د جوړولو، سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د اسیا په څلور لارې د افغانستان د بدلېدلو په هکله معلومات ورکړل.
د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني په بېلابېلو برخو کې د ملي یووالي حکومت کوښښونه او لاسته راوړنې وستایلې.
هغې زیاته کړه، د امنیت د تامین او د اقتصادي او لویو پروژو د تطبیق په برخه کې د ملي یووالي حکومت کوښښونو افغانستان ته د نړیوالو پام او باور ډېر کړی دی.
موګریني له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په موخه د بروکسل کنفرانس لپاره د تیاریو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان نړیوال متحدین به په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړي.
د اروپايي ټولنې استازې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وویل، د افغان کډوالو ستونزې ته باید قانوني لارې او دایمي حل لاره ولټول شي.
ولسمشر غني وویل، د افغانستان نړیوال همکاران او متحدین باید د افغانستان شرایطو ته په پام د افغان کډوالو ستونزه په اساسي توګه حل کړي.
هغه زیاته کړه، په زوره د کډوالو اېستل او ستنول د دغې ستونزې مناسب او دایمي حل نه دی، نو د دې لپاره باید یو منظم پلان ترتیب او تطبیق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او له هغوی یې غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین