۰

ننګرهار کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي

سه شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه برید د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې له خوا تر سره شوي.
نوموړي زیاته کړه، تېره شپه بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوی سیمه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۲ داعشیان وژلي دي.
دی وايي په دغه برید د داعش ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او ولسي وګړو ته په کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین